زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-05-19  |  2024-11-21  |  تازه شوی په: 2024/11/21 - 04:33:0 FA | AR | PS | EN
بلوسکای څه شی دی، ولې میلیونونه کسان ور روان دي؟             افغان ماشومان زده کړو او سوله ییز ژوند ته هیله لري             روسیې د احتمالي حملې لپاره د سویډن او فنلنډ تیاري             د خوارځواکۍ د تشخيص لپاره مو يو ميليون افغان ماشومان معاينه کړي             په برلین کې افغان سفیر او په بڼ کې جنرال کونسل له دندو لاس واخیست             ۲ میلیونه پاکستانیان د هوا ککړې له امله روغتونونو ته لېږل شوی             سعودي عربستان کی د بهرنیو اتباعو د اعدامونه ریکارډ             د ریلي همکاریو د پراختیا لپاره طالب پلاوی ایران ته لاړ             پاکستان ته بې کیفیته وریجې مصادره شوې             د افغانستان په شاوخوا کې امنیتي کمربند ته اړتیا نه شته             ایران افغانستان ته ۱۳ سوه میلون ډالرو غیرنفتي صادرات کړي دي             نن د افغانستان او پاکستان تر ۱۹ کلونو کم‌عمره کرکټ لوبډلې مسابقه لري             مالیزیا د افغانستان د کانونو له وزارت سره همکاري کوي             په ننګرهار کې پر تصویر بندیز ولګول شو             خلیلزاد د دوحې تړون له طالبانو سره د امریکا د نوي حکومت اساس کېدای شي            

تاريخ النشر: 2024/04/06 - 02:31:0
زيارة: 217
مشاركة مع الـأصدقاء

هند د اتومي موادو لېږدونکي بالسټیک توغندي ’بریالۍ’ ازموینه کړې
 هند د اتومي موادو لېږدونکي بالسټیک توغندي ’بریالۍ’ ازموینه کړې

په هند کې د دفاعي څېړنیز مرکز (ډي ار ډي او) مسوولین وايي، د (اګني پرائم) بالسټیک توغندي ازموینه بریالۍ وه.

هندي مسوولین وايي، دا توغندی د اتومي موادو لېږد وړتیا لري. د ډي ار ډي او مسوولینو په خبره د توغندي ازموینه د اړیسه ایالت په (اې پي جې عبدالکلام) مرکز کې شوې، چې د دې ډول ازموینو لپاره کارول کېږي.

د یادې ادارې مسوولین وايي، ’’دا ازموینه چې د شپې ناوخته وشوه، په بشپړ ډول بریالۍ وه او ټول ټاکل شوي هدفونه ترلاسه شوي دي.’’

د هند دفاع وزیر راج نات سینګ په یوه اعلامیه کې په دې هکله ویلي: ’’د دې توغندي بریالۍ ازموینه او د هندي وسله وال پوځ د وسلو او تجهیزاتو په زېرمه کې د دې زیاتوالی به د هېواد وسله وال پوځ عسکري وړتیا نوره هم زیاته کړي.’’

د یادونې ده، چې (اګني پرائم) د اګني توغندیو د لړۍ شپږم هغه دی، چې د چارواکو په خبره له ۱۲۰۰ تر ۲۰۰۰ کیلومتره واټن کې د هدف په نښه کولو وړتیا لري.

چارواکي وايي، دا توغندی ۱۱ زره کیلوګرامه وزن لري او نژدې لس نیم متره اوږد دی. هندي ماهرین وايي، دا د عصري توغندیزې تکنالوژۍ پر مټ چمتو شوی توغندی د اتومي برید وړتیا لري.

د دې لړۍ توغندیو لومړنۍ تجربه د ۲۰۲۱ په دسمبر کې وشوه، خو د چارشنبې تجربه بیا لومړنۍ هغه ده، چې د شپې لخوا تر سره شوې.

هند حکومت د هېواد وسله وال پوځ لپاره د عصري وسائلو او تجهیزاتو چمتو کولو هڅې کوي او د دې لپاره د ځايي تکنالوژۍ پر مټ په هېواد کې دننه د وسلو او تجهیزاتو پر چمتو کولو بوخت دي.

هند پروسږ کال د ۲۱ زره کروړو (۲۱۰ میلیارد) روپیو پوځي وسلې او تجهیزات ځینو نورو هېوادونو ته هم صادر کړل، چې په هند کې چمتو شوې جنګي الوتکې هم پکې شاملې دي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30963






*
*

*



قرأ

روسیې د احتمالي حملې لپاره د سویډن او فنلنډ تیاري


په برلین کې افغان سفیر او په بڼ کې جنرال کونسل له دندو لاس واخیست


سعودي عربستان کی د بهرنیو اتباعو د اعدامونه ریکارډ


د افغانستان په شاوخوا کې امنیتي کمربند ته اړتیا نه شته


خلیلزاد د دوحې تړون له طالبانو سره د امریکا د نوي حکومت اساس کېدای شي


د پاکستان استخباراتي کامران خان او د هغه پلار د ترهګرو په لیست کې شامل کړل


ايران د ډونالډټرمپ د وژنې په دسيسه کې لاس نه در لود


جوبايډن او ډونالډټرمپ راتلونکې چهارشنبه سپينه ماڼۍ کې یوبل سره ګوری


هند کابل ته د خپل پلاوي د سفر هدفونه اعلان کړل


د طالبانو مشر له دفاع، کورنیو وزارتونو او استخباراتو د وسلو کنټرول واخیست


د هند ځانګړي استازي په لومړي ځل د طالبانو له دفاع وزیر سره ولیدل


د طالبانو لاس‌وهنې د بشري مرستو د رسولو چاره له ننګونو سره مخامخ کړې


چین خپله پټه جنګي الوتکه نندارې ته وړاندې کوي


د پاکستان حکومت د اسلام اباد په مظاهرو کې د افغانانو د ګډون ثبوت وړاندې نه کړل شو


د ټرمپ او هاریس ترمنځ نږدې او سخته سیالي


د یو شمېر افغان سیاستوالو غونډه د اعلامیې له خپریدو پرته پای ته ورسیده


په اسلامي هېوادونو کې د ولسمشر پوتین محبوبیت مخ پر زیاتېدلو دی


د ایران په زندانونو کې د افغانانو په ګډون ۸ زره بهرنیان بندیان دي


د تېر حکومت چارواکي نه په حکومت پوهېدل، نه په جګړه


د م.م. د دفترونو لګښتونه او د کارکوونکو معاشونه ډېر لوړ دي


په افغانستان کی جبر او د بشري حقونو سرغړونې زیاتې شوي


د روسیې کورسک ته د شمالي کوریا ځواکونه انتقال شوي


په غزه کې د دوه ورځني اوربند وړانديز


هیله‌من یم چې دا به د روان کړکېچ پای وي


په پښتونخوا کې پر یوه پوسته په برید کې ۸ ملېشه وژل شوي





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان